خبرونهنړۍ

انتونیو ګوترېش: لبنان د غزې په برخلیک اخته کیدونکی دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې اندېښمن یو چې لبنان د غزې په برخلیک اخته نشي.

ښاغلي ګوترېش رسینو ته ویلي: په لبنان کې د حزب الله ډلې او اسرایلو ترمنځ کړکیچ تر دې حده رسیدلی چې د غزې په څېر جګړییز حالت رامنځته شي.

 نوموړي همدا راز ویلي چې د غزې په ترانګه کې د اوربند په اړه هیڅ ډول خوشبیني نه لیدل کیږي او دواړه غاړې حماس او اسرایل اور بند نه غواړي، خو چاته به اجازه ورنکړو چې لبنان د غزې په برخلیک اخته کړي.

انتونیو ګوترش دغه خبرې په نیوریاک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې رسنیو سره وکړې، دغه کلنۍ اسمبلۍ ته د نړۍ له لر او بر زیات شمېر مشران د ګډون له پاره ورغلي وو.

په غزې تراړه کې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ جګړې له تېرې شپې راهیسې تر پخوا  زور اخیستی دی.

همدا شان په وروستۍ پېښه کې د لبنان حزب الله ډلې پر اسرائیلو ۱۵۰ توغوندي توغولي چې د رپوټونو له مخې تر پخوا یې ډېر زیانونه اړولي.

دغه توغندي د تیرې شنبې ناوخته د لبنان په سوېل کې د حزب‌الله پر هدفونو د اسرائیلي جنګی الوتکو د بریدونو غچ بلل شوی دی.