افغانستانخبرونه

افغان کډوالو ته د اسنادو د ورکړې په نوم د ترکیې دولت نوی دام

په ترکیه کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، د ترکیې حکومت ۵۷۰ هغه افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه درلودل نیولي دي.
ترکیه کې مېشت افغان کډوالو کابل ټیلیګراف وویل، وایي، ترکیه کې د نورو ستونزو سره سره، حکومت دې وروستیو کې اعلان کړی و چې هغه کډوال چې په غیر قانوني توګه په استنبول کې ژوند کوي، حکومت ورته د اوسېدو قانوني اسناد ورکوي.
دی وايي: «خو کله چې دغه شاوخوا ۶۰۰ تنه کډوال اړوندې ادارې ته تللي و نو د پولیسو له لوري نیول شوي او په ډله ییزه توګه افغانستان ته ډیپورټ شوي دي.»
کابل ټیلیګراف ته دا معلومات داسې مهال رارسیدلي چې تازه له ترکیې څخه افغانستان ته د ۶۰۰ افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د اخراج مرکزونو ته د لیږد راپورونه خپاره شوي.