خبرونهسیمه

د خیبر پښتونخوا کرمه کې د قبایلو ترمنځ نښته؛ پنځه کسان وژل شوي، ګڼ ټپيان دي

پاکستاني رسنۍ وايي، د خیبر پښتونخوا په کرمۍ ایجنسۍ کې د قومونو ترمنځ خلمنځي نښته پيل شوې چې له امله يې تر اوسه د پنځو کسانو د وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي .

مسوولين وايي، د کرمې ایجنسۍ د بوشهره، احمدزۍ، خار کلي او بالش خېلو کلیو ترمنځ قومي نښته پيل شوې او ټولې خواوې يو پر بل ډزې کوي.

پوليسو ويلي تر اوسه پورې په دغو ډزو کې ۵ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي چې ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ځايي پوليسو په خبره نښته پرون پيل شوې او تر اوسه روانه دی چې دوی يې د قرارولو هڅه کوي.

څه موده وړاندې هم په کرمه کې د قبايلو ترمنځ همدا ډول نښته شوې وه چې ل امله يې ۴۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.