د طالبانو ملي دفاع وزارت وايي، چې د هوایي ځواک د تخنیکي او مسلکي انجینرانو پرمټ بلک هاک (UH_60) او (MD_530) امریکايي چورلکې ترمیم او په بریالیتوب سره یې پرواز تر سره کړ.
د یاد وزارت په وینا؛ د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته لسګونه طیارې او چورلکې ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دی.