د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال وايي، له څو میاشتو غوښتنو سره سره؛ خو بيا هم د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
ښاغلي مک کال د کانګرېس په یوه غونډه کې ویلي چې دی به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د «ناورين زيږونکي وتلو» په اړه د خپل راپور موندنو د څېړنې لپاره احضار کړي.
ښاغلي مک کال وویل: «بلینکن هغه احضاريه رد کړه او حاضر نشو، اوس زه د هغه د محاکمې ته د دوام ورکولو پرته بله چاره نه لرم.»
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر همداراز د افغانستان په اړه د ښاغلي بلینکن د ۱۴ ځلي شهادتونو په اړه د متیو مېلر څرګندونې ناسمې بللې دي.
د يادولو وړ ده، چې په تېرو دوو اونیو کې د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې لږ تر لږه دوه ځلې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د شهادت لپاره وربللی و. خو انتوني بلینکن په دې کمیټه کې حاضر نه شو.