خبرونهسیمه

اصف دورانی: که افغانستان منزوی شي د ۱۱ سپټمبر پېښه به تکرار شي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دورانی وایي چې افغانستان منزوی پاتې شي د ترهګرو په ځاله به بدل شي.

نوموړي خپله ایکس پاڼه لیکلي: پاکستان باید د نړۍ وهڅوي چې د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي ځکه که منزوی پاتې شي د ترهګرو په ځاله به بدل او د ۱۱ سپټمبر پېښه به تکرار شي.

اصف دوراني دا خبرې داسې مهال کړي چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې په نړۍ او افغانستان کې د روانو شخړو تاوده بحثونه روان وو.

هیره دې نه وي چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پرون د یوه پلاوي په مشرۍ په ۵ ورځني سفر د متحده ایالاتو نیویارک ښار ته تللی دی.