اسرایلي ځواکونو خبر ورکړی چې پرون یې په هوایي بریدونو کې د لبنان حزب الله ډلې یو لوړپوړی مهم قومندان وژلی دی.
ددغه مهم قومندان د وژنې خبر داسې مهال راځي چې پرون حزب الله ډلې په اسرایلو لسګونه توغندي ویشتي.
په دغه توغندیو د اسرایلو د چاودیدونکو موادو جوړولو یوه فاریکه په نښه شوې چې خلک یې له خپلو کورنو ویستلو او پټنځایونو ته په تللو اړ کړي.
اسراییلو بېګا ناوخته وویل چې الوتکو یې د لبنان په جنوبي سیمو او د شمال په بېکا سیمه کې د حزبالله د وسلو او توغندیو پر زېرمو پراخې حملې کړې دي.
د اسراییل د تېرو دوو ورځو په حملو کې د لبناني چارواکو په وینا، له ۵۶۰ ډېر کسان وژل شوي او د جنوبي سیمو زرګونه اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.