افغانستانخبرونه

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۴۶ میلیون یورو مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې د خلکو د بنسټيزو اړتیاوو او معیشت د تامین لپاره له افغانستان سره ۱۴۶ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.

‏د اروپايي ټولنې یوه کمېشنر ویلي چې، دغه مرستې د ښځو، ماشومانو او زیانمنونکو ټولنو له هغې ډلې کورنیو بې‌ځایه شویو، لږکیو او راستنېدونکو ته ځانګړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي ستونزو ، بې روزګارۍ او د فقر پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او له افغانستان سره یې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.