خبرونهنړۍ

تل ابیب کې د چین سفارت: چینايي اتباع دې له اشغالي سیمو بهر شي

په اسرائیلو کې د چین سفارت له چینايي وګړو څخه غوښتي چې یهود مېشتو اشغالي سیمو څخه دې بهر شي.

تل ابیب کې د چین سفارت پرخپلې وېب پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له خپلو اتباعو په بېړنۍ توګه د اسراییلو له خوا د اشغال شویو سیمو څخه د راوتلو خبر ورکړی دی.
اعلامیه کاږي، چې د لبنان او اسراییلو تر منځ جګړه تېزه شوې او که اتباع یې د راوتلو وس او امکانات نه لري، لږ ترلږه دې خوندي ځایونو ته ولېږدول شي.
چین څه وخت وړاندې په لبنان کې هم خپلو وګړو ته ورته خبره کړې وه.