یادې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه مالي کڅوړه بنسټیزو خدمتونو او په ځانګړې توګه روغتیا، زدهکړو او د خوړو مصونیت ته ځانګړې شوې او د نجونو او ښځو پر ملاتړ هم تمرکز لري.
د دې ټولنې د نړۍوال مشارکت کمېشنر همداراز روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو د لاسرسي په برخو کې ۳ نور پروګرامونه هم جوړ کړي چې، ۱۵ مېلیونه یورو د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام، ۱۶ مېلیونه یورو د روغتیا نړۍوال سازمان او ۱۵ مېلیونه یورو د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق ته ځانګړې شوي دي.
بلخوا اقتصاد وزارت بیا له افغانستان سره د اروپایي ټولنې له دغو مرستو په هرکلي سره ویلي، چې دغه ډول مرستې د هېواد د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کوي.