افغانستان

د طالبانو حکومت په بریکس تړون کې د غړیتوب غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د بریکس اقتصادي تړون له غړو غوښتي چې د دوی حکومت ته دې غړېتوب ورکړي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت رسنیو ته ویلي، د روسیې، هند او چین په څېر د نړۍ ځواکمن اقتصادي هېوادونه د بریکس غړي دي چې اوس دوی له دغو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او لېواله دي څو خپلې اړیکې ورسره پراخې کړي.

په پام کې ده چې د اکتوبر په ۲۲ د بریکس تړون دوه ورځنۍ سرمشریزه د روسیې هیواد په کازان ښار کې جوړه شي خو تر اوسه په دغه ناسته کې طالبانو ته د ګډون بلنه نده ورکړل شوې.

د بریکس تړون په ۲۰۰۹م کال کې روسیې، هند، چین او برازیل هیوانو ترمنځ رامنځته شو چې یو کال وروسته جنوبي افریقا ورسره یوځای شوه.

تر اوسه په دغه تړون کې د طالبانو حکومت تر څنګ سعودي عربستان، مصر، متحده عربي امارات او ایران د غړېتوب غوښتنه کړې.