نړۍ

زیلینسکي: روسیه د اوکراین په اټومي تاسیساتو د برید پلان لري

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي چې داسې مالومات یې ترلاسه کړي چې پوتین د اکراین په اټومي تاسیساتو د برید په طرحه کار کوي.

ښاغلي زیلینسکي پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل چې د اوکراین استخباراتو په وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې روسیه د سپوږمکۍ له لارې د اوکراین د اټومي تاسیساتو په اړه معلومات ترلاسه کوي او تصویرونه یې اخلي.

د نوموړي په وینا که روسیه د اوکراین په اټومي تاسیساتو او زیربناوو برید وکړي ممکن د یو اټومي ناورین لامل شي.

زیلینسکي په ورته وخت کې د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې د روسیې د تېري پر وړاندې د اوکراین مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.