افغانستانخبرونه

متحده عربي اماراتو د هرات له حوزوي روغتون سره د نهو ډياليز ماشينونو مرسته وکړه

په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې متحده عربي اماراتو د هرات له حوزوي روغتون سره د نهو ډیالیز ماشینونو مرسته کړې ده.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست پنجشنبه د تلې پر ۵مه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه ماشینونه پرون د هرات روغتون ته سپارل شوي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه چې دا مهال په هرات کې دی، ویلي چې په دغو ماشینونو سره به ناروغانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابری شي.

بلخوا، د هرات روغتون رییس محمد برات ټینګار کړی چې له اوو شته ډیالیز ماشینونو په ګټې اخیستنې سره په میاشت کې ۵۰۰ کسان ډیالیز کېدل، خو د نويو ماشینونو په  فعالېدو سره به دا شمېر په میاشت کې ۸۰۰ کسانو ته زیات شي.

ډیالیز ماشین هغه وسیله ده چې د پښتورګو پر ناروغۍ د اخته ناروغانو د وینې پاکولو لپاره کارول کیږي.

د هرات روغتون د هېواد په لوېدیځ کې تر ټولو لوی روغتیایي مرکز دی، چې له بادغیس، فراه، نیمروز، غور او نورو ولایتونو ګڼ ناروغان د درملنې لپاره ورته راځي.