خبرونه

په هرات کې له مجسمو سرونه پرې شوي

په هرات ښار د امر بالمعروف ریاست په پارکونو کې د حیوناتو او مرغانو له مجسمو سرونه پرې کړي دي.

د امر بالمعروف ریاست مسولینو د ژونديو موجوداتو مجسمې د اسلامي احکامو ضد بللي او منع کړې دي.

‏دغه اقدام د طالبانو د امر بالمعروف نوي توشيح شوي قانون د هغې مادې پر اساس بلل شوی، چې د ژونديو موجوداتو عکس او ويډيو حرام دي.

له دې وړاندې د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د کام ایر په څلور لارې کې هم د بوزکشۍ له مجسمې سر پرې شوی وو او همدا راز په مختلفو ولایتونو کې د ملي اتلانو د انځورونو پر مخونو رنګونه وهل شوي وو.