د پاکستان د خیبر پښتونخوا د کرمې په قبایلي سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ نښته کې چې اوونۍ وړاندې پیل شوې د مرګ ژوبلې شمېرې لږړې شوې دي.
دځايي روغتیايي مسوولینو رسنیو ته ويلي چې د جګړې له دواړو غاړو تر اوسه ۴۶ جسدونه او له ۱۰۰ زیات ټپيان ور وړل شوي دي.
دغه قومي شخړه د ځمکې پر سر د جنجال له امله رامنځته شوې چې د څو کلیو خلکو يو په بل پسې وسلې راپورته کړې دي.