خبرونه
د هوا پېژندې اداره: سبا په ۲۶ ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو اټکل شوی
د طالبانو حکومت هوا پېژندنې ادارې سبا د هیواد په شپږویشتو ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو وړاندینه کړې.
ددغې ریاست په یوه خبر پاڼه کې چې رسنیو ته یې استولې راغلي: د هوا پېژندې د اټکل له مخې سبا په بدخشان، تخار، نورستان، پنجشیر، بغلان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بامیان، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، غور، دایکنډي، ارزګان، هلمند، فراه او هرات ولایتونو کې له «۱۵ څخه تر ۴۰» ملي متره باران امکان شتون لري.
هیره دې نه وي چې تیره ورځ د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د بارانونو او سېلاب له امله ۳ تنه وژل شوي او تر نور ۲۰ ټپيان شوي وو.