خبرونه

په لغمان او بادغیس کې اورښتونو اته کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د طالبانو حکومت ویلي چې د سختو اورښتونو له امله چې مالي زیان هم لري په بادغیس او لغمان کې یو کس وژل شوی او اووه نور ټپيان دي.

په بادغیس کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ددغه ولایت بالامرعاب په جوی ګنج سیمه کې یو ځایي اوسیدونکی تندر وهلی او مړ شوی دی.

همدارنګه په لغمان ولایت کې د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتوالي مشر عبیدالله الکوزي رسنیو ته ویلي، چې د تېرې ورځې طوفان او اورښت له امله په بېلابېلو پېښو کې اووه تنه ټپیان شوي دي چې د یوه یې حالت نازک ښودل شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د هوا حالاتو پېژندنې ادارې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د باران، تالندې، بریښنا، دوړو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی و.