د نیپال په پلازمینه کې د ورستیو اورښتونو او سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمیر ۱۹۲ کسانو ته لوړ شوی.
د رسنیو د راپورنو له مخې، د پلازمېنې کټمنډو په شاوخوا کې لا هم د ژغورنې هڅې روانې دي او داسې اټل کیږي چې تر دیروشو پورې نور کسان لا هم نادرکه دي.
نیپال د تېرې شنبې په ورځ د سختو اورښتونو، سېلابونو او ورسره د ځمکې ښوېدنو د پېښو شاهد و.
په نیپال کې پولیسو هم د ژغورونکو ډلو مرستې ته دانګلي او چارواکو اعلان کړی، چې سېلاب ځپلو سیمو کې یې د راتلونکو درې ورځو په مخه ښونځي تړلي دي.