د نړیوالې زده کړې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون وایي، ډاډه دی چې د ملګرو ملتونو حقوقي کمېټه به د ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د «جنسيتي تبعيض» په توګه په رسمیت وپیژني.
هغه یادې څرګندونې په یوه خبري کنفرانس کې کړي دي.
په دې غونډه کې هغه د طالبانو په ځپنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغان ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي. په سړکونو کې د بې محرمه تګ څخه نیولې تر په عامه سکتور کې دندې ته د لاسرسي څخه دوی منع شوې دي.
هغه دا سیستماتیکه ځپنه د «جنسیت پر بنسټ تبعيض»په توګه بیان کړه او ویې ویل: «دا ځپنه په ښکاره ډول د جنسيتي تبعيض په بڼه بدل شوې ده. زه ډاډه یم چې د ملګرو ملتونو حقوقي کمېټه به دا حقیقت په رسميت وپېژني.»
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو او همدارنګه د افغانستان د بشري حقونو فعالانو تل په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو له امله د «جنسيتي تبعيض» د رسميت پېژندلو غوښتنه کړې ده.