په لبنان کې د حسن نصرالله ته نږدې کس هاشم صفی الدین د حزب الله وسله والې ډلې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د رسنیو د راپورنو له مخې، د حزب الله نوی ټاکل شوی مشر هاشم صفي الدین د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله د ترور زوی دی او د ایران په قم کې یې له نصرالله او خپل ورور عبدالله صفي الدین سره ډېره موده مدرسو کې دیني زده کړې کړې دي.
هاشم صفي الدین په ۲۰۱۷ کې د امریکا او سعودي عربستان له لوري د ترهګرو تور لیست کې شامل شوی.
د حزب الله وسله والې پخوانی مشر حسن نصرالله څو ورځې وړاندې، د لبنان پر پلازمېنې بیروت کې، د اسرائیلي ځواکونو په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
اسرائیلي پوځ همدارنګه ادعا کوي چې په تېرو څو ورځو کې یې حزب الله ډلې ۲۰ مهم مشران وژلي دي.