افغانستانخبرونه

طالبانو د یوې مؤسسې مشر له یونما څخه د بودیجې تر لاسه کولو په تور نیولی

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

خبري سرچینې وایي، طالبانو په بلخ ولایت کې د حمید انصاري په نوم یو فعال چې د یوې مؤسسې مسؤل دی، له یونما څخه د بودیجې تر لاسه کولو په تور نیولی دی.

دغه سرچینه زیاتوي، انصاري په بلخ ولایت کې د زده کړو او سولې په برخه کې د فعالیت درلودونکې مؤسسې مشر دی، چې د طالبانو د استخباراتو لخوا د یونما څخه د بودیجې تر لاسه کولو په تور نیول شوی دی.

د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ؛ دغه فعال تر یوه میاشت ډېر وخت مخکې په کابل کې ورک شوی و.

سرچینه زیاتوي، د انصاري کورنۍ د هغه تر ورکېدو یوه اونۍ وروسته خبره شوه چې هغه د طالبانو استخباراتو زنداني کړی دی.

سرچینو ویلي، طالبانو ښاغلی انصاري په دې تورن کړی چې د مدني او بشري فعالیتونو لپاره یې له یوناما څخه بودجه ترلاسه کړې ده.