د طالبانو مخالفه وسله واله ډله ملي بسیج جبهه ادعا کوي چې په پکتیا کې یې د طالبانو جنایي مدیر مولوي نېک محمد ترابي په ډزو وژلی دی.
دغې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ترابي د حقاني شبکې غړی او د پکتیکا برمل ولسوالۍ له پاره د جنایي جرمنو پر ضد د مبارزې مدیر ټاکل شوی وو، تر څنګ یې نومړی د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین ته نږدې کس و چې په جمهوري نظام کې یې د امنیتي ځواکونو ډېر شمېر سرتېري هم وژلي وو.
خبرپاڼه زیاتوي ترابې د شپې په شاخوا ۹:۰۰ بجې له یوه مېلمستون څخه خپل کور ته روان و چې د یادې جبهې دوو غړو پرې برید کړی او وژلی یې دی.
په ټولنیزو رسنیو کې طالب پلوو پاڼه د نوموړي د جنازې د مراسمو انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړي دي.