د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر لبنان، فلسطین، یمن او سوریې د اسرائیلو وروستي بریدونه وغندل او دا یې د ټولو نړۍوالو او اخلاقي اصولو خلاف عمل بللی دی.
د دغه وزارت په یوه اعلامیه کې چې نن یې پر اېکس پاڼه نشر کړې دغه راز له نړۍوالې ټولنې غوښتل شوي باید د اسرائیلو د ظلمونو مخه ونیسي.
اعلامیه کې دا هم ويل شوي، په فلسطین کې د ملکي وګړو وژل، پر لبنان، سوریه او یمن د اسرائیلي ځواکونو بریدونه او پر وړاندې یې د نړۍوالو غلي پاتې کېدل د توجیه وړ نه دي باید مخه یې ونیول شي.