عجایب
په عراق کې زمري په خپل مالک برید کړی او وژلی یې دی

کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په عراق کې یو ساتل شوي زمري پر خپل مالک برید کړی او وژلی یې دی.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه د عراق د کوفې په ښار کې رامنځته شوې، چیرې چې یوه ۵۰ کلن سړي په خپل کور کې زمري د کورني حیوان په توګه ساتلی و.
عاقل فخرالدین له برید څو ورځې وړاندې زمري کور ته راوستی و او په خپل کور کې یې دا زمري د نورو وحشي حیواناتو سره په پنجره کې بند کړی و.
د رسنیو د راپورونو له مخې، کله چې عاقل فخرالدین د زمري پنجرې ته نږدې شو، زمري پر هغه د غاړې او سينې په برخو برید وکړ او سختۍ یې ټپي کړ.
د عاقل د چیغو او فریاد له امله یې ورغلي ګاونډیان هم د هغه په ژغورلو کې ناکام پاتې شوي.
ګاونډي د عاقل د خلاصون لپاره پر زمري ۷ ډزې وکړې او عاقل یې سمدستي روغتون ته ولېږدوه، خو زمری د ویشتلو او مالک یې د داړلو له امله مړ شو.