امریکايي رسنيو خبر ورکړی چې اسرائیل پر دغه هېواد د ایران د توغندیز برید د پراخه ځواب ورکولو لپاره په چمتوالي بوخت دی.
ایران تېره شپه پر اسرائیل د بالستیک توغندیو پراخ برید ترسره کړ چې لږ تر لږه ۱۹۰ توغندي يې پر اسرائیلو ورتوغولي دي.
د ايران د انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران انقلاب) دعوه کړې چې د دغو مزايلو ۹۰ سلنه يې په بریالیتوب سره خپلې موخې ته رسېدلي دي.
بلخوا اسرائیلي چارواکو ويلي چې د ایران لخوا ورتوغول شوي اکثریت مزایل يې د امریکا په همکارۍ له منځه وړي او محدود شمېر کې چې تر ځمکې رسېدلي کوم زيان يې نه دی رسولی.
پر اسرائیل د ایران تر برید وروسته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وويل که اسرائیل د ځوابیه برید هڅه وکړي د دوی له لوري به تر دې له لوړ او پراخ برید سره مخ شي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنامین نتنیاهو د ایران د برید په ځواب کې ويلي، دوی خپلې هغې پرېکړې ته ژمن دي چې څوک پرې برید وکړي دوی يې ځوابیه برید ترسره کوي.
په ورته وخت کې د اسرائیلو پخواني لومړي وزير نفتالي بینېټ ويلي، حکومت دې د ایران د برید ځواب ورکړي او وایي، په تېرو ۵۰ کلونو کې په لومړي ځل اسرائیل ته چانس په لاس ورغلی چې د منځني ختيځ نقشه بدله کړي.
په همدې حال کې يو شمېر امریکايي رسنيو راپور ورکړی چې اسرائیلي چارواکي به نږدې ورځو کې پر ایران د يو لوی برید امر ورکړي او اوسمهال د دغه برید لپاره چمتوالی روان دی.
د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې اسرائیلو پر لبنان د يو پراخ برید پرمهال د حزب اسلله ډلې مشر حسن نصرالله وواژه چې د ایران د حکومت له لوري د تېرې شپې برید هم د نوموړي د مرګ د بدل اخېستو په موخه ترسره کړ او يادو عملیاتو ته يې د (وعده صادق ۲) نوم ورکړ.