د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې هیواد یې جکړه نه غواړي، خو که اسرائیل غچ اخیستونکي بریدونه وکړل، تهران به یې «لا سخت ځواب» ووايي.
پزشکیان په دوحه کې د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «اسرائيل چې کوم جنایتونه وکړل، په تاریخ کې هېڅ یو جنایت کار نه دي کړي او موږ اړ شو چې ځواب ووایو. که وغواړي بل ډول چلند وکړي، لا سخت ځواب به ورکړو او دا هغه څه دي چې اسلامي جمهوري ورته ژمن دی.»
ایران تېره ورځ په اسرائيل باندې شاوخوا ۲۰۰ میزایل وتوغول، په دوی کې یې ځینې داسې و چې تر غږ یې هم سرعت چټک و.
د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې دا میزایل یې د حماس او حزب الله د ډلې د مشرانو اسماعیل هنیه او حسن نصرالله او د ایران د یو پوځي مشر عباس نیلفروشان د وژنې د غچ اخیستو لپاره توغولي دي.
اسماعیل هنیه په تهران کې په یوې چاودنې کې او حسن نصرالله او عباس نیلفروشان د اسرائیل په هوايي برید کې ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د سیمې اونړۍ اکثریت هېوادونو له اسرائيل او ایران څخه غوښتي دي چې له زغم څخه کار واخلي.