اسرایلو په سوریه کې د حزب الله وسله والې ډلې پخواني مشر حسن نصرالله زوم جعفر قصیر وژلی دی.
رسنیو د سوریې د بشري حقونو د څار یوې لندن مېشتې ډلې پر بنسټ راپور ورکړی چې قصیر د هغو درېیو کسانو په ډله کې و چې دمشق کې پر یوې هستوګنیزې ودانۍ د اسراییل په هوایي برید کې ووژل شول.
د راپورون له مخې ځایي سرچینو دغه بنسټ ته ویلي چې دا برید پرون ناوخته د دمشق ښار په المزه سیمه د حزب الله وسله والې ډلې اړوند په یوه ودانۍ شوی دی.