خبرونهنړۍ

ګوترش په غزه او لبنان کې د تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتیرش د حماس کړنې غندلي او په غزه او لبنان کې یې د تاوتریخوالي او وینې تویولو د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د دوشنبې په ورځ د حماس ډلې له لوري پر اسرائیل د ترسره شوې برید یو کال پوره کېږي، هغه برید چې نه یوازې په غزه کې روانې جګړې ته یې لاره هواره کړه، بلکې لبنان یې هم په دې شخړو کې ښکېل کړ. د نړۍ مشران خبرداری ورکوي چې سیمه له یوه پراخ کړکیچ سره مخ کېدای شي.

انتونیو ګوتیرش په خپلې وینا کې چې شنبې ناوخته خپور شو، ویلي: “نړیواله ټولنه باید په لوړ غږ د حماس د ناوړه کړنو او د یرغمل نیولو د پېښو غندنه وکړي.”

نوموړي له حماس څخه وغوښتل چې سمدستي دي د ټولو یرغمل شویو کسانو “بې قیده او شرطه خوشې کولو” ته لاره هواره کړي او د سره صلیب کارکوونکو ته د یرغمل شویو کسانو د لیدلو اجازه ورکړي.

د اسرائیلي چارواکو په وینا، تېر کال د حماس جنګیالیو د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائیل د برید پر مهال نږدې ۱۱۹۸ کسان، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، ووژل او ۲۵۱ تنه یې یرغمل کړل. د دغو یرغمل شویو کسانو څخه ۹۷ تنه لا هم د حماس په ولکه کې دي، چې له ډلې یې ۳۳ کسان د اسرائیلي پوځیانو په وینا وژل شوي دي.