
( کابل ټيليګراف (کب ۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه د رایو په اکثریت سره په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه لیک تصویب کړ.
د امنیت شورا په رایه اچونه کې، ۱۰ هېوادونو د امریکا لخوا د دغه وړاندیز شوې پرېکړه لیک په حق کې رایه ورکړه، ۵ هېوادونو له رایې ورکولو ډډه وکړه، خو هیڅ هېواد یې مخالفت ونه کړ.
د اوکراین په اړه د امریکا پریکړه لیک، چې د روسیې لخوا یې ملاتړ شوی و، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې تصویب شو
فرانسې او بریتانیا هم له هغه هېوادونو څخه دي، چې دغه پرېکړه لیک ته هیڅ رایه ونه کاروله.