افغانستانخبرونهځانګړي برخه
طالبانو په کابل کې د افغان خبري اژانس يو خبریال نيولی
راپورونه وايي چې د طالبانو استخباراتو له لوري په کابل کې د افغان خبري اژانس خبریال مهدي انصاري نيولی دی.
په تبعید کې د رسنیو د بازار په نوم د رسنيو د ملاتړي بنسټ مشر عبدالصمد حامد پويا کابل ټلیګراف ته وويل چې په کابل کې د افغان خبري اژانس خبریال مهدي انصاري د تېرې شنبه په ورځ نيول شوی او نامعلوم لوري ته وړل شوی دی.
دی وايي، نوموړی د طالبانو له لوري د کابل په لویديځ دشت برچي سیمه کې نيول شوی دی.
نوموړي د رسنيو له ملاتړو نړۍوالو بنسټونو څخه د مهدي انصاري د خلاصون په برخه کې د همکارۍ او غږ پورته کولو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د بیان د ازادۍ کور بنسټ هم د مهدي انصاري د نيول کېدو خبر ورکړی دی او له طالبانو يې د هغه د خلاصون غوښتنه کړې ده.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.