افغانستانخبرونه

طالبانو منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې

طالبانو سیاسي کمیسیون په ناسته کې پر یو شمېر نورو موضوعاتو د بحث سربېره د منځني ختیځ د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یاده ناسته پرون ماښام د طالبانو د ریاست‌الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې ناسته وکړه.

سرچېنې لیکلي، ، په دې ناسته کې د اجنډا له مخې پر ورسپارل شوو موضوعاتو، د سترو سیمه‌ییزو پروژو په عملي کولو، د سرحدي سیمو د امنیتي او ټولنیز وضعیت د لا ښه‌والي او له یو شمېر هېوادونو سره د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث وشو.

په دغه غونډه کې دغه راز ټینګار شوی چې افغانستان د خپلو سرحدونو او بندرونو د امنیت د تامین لپاره چمتو دی او هيچا ته له خپلې خاورې نورو ته د ضرر متوجه کېدو اجازه نه ورکوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ناسته کې د منځني ختیځ د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښودل شوه او د فلسطین او اسلامي نړۍ د برحقه داعیې ملاتړ وشو.