افغانستانخبرونه

روان کال په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ مثبتې پېښې زیاتې شوي

راپورونه ښيي چې سږ کال په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې زیاتې شوي دي

سږ کال تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو ۲۲ پېښې شوي او دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پولیو ۲۸ پېښې ثبت شوي دي.

په پاکستان کې دا د تېر کال په نسبت څلور چنده زیات دی.

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل تازه راپور کې ويلي چې روانه اونۍ د افغانستان په کندهار او هلمند ولايتونو کې درې نور ماشومان په پوليو يا ګوزڼ ويروس اخته شوي دي.

دغه نوښت تېره اوونۍ په راپور کې وویل چې په افغانستان کې سږ کال کې تراوسه د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.

په پاکستان کې اکثره پېښې افغانستان ته په نژدې بلوچستان کې شوي دي.