خبرونه
د لوګر پکتیا په لویه لار ټرافیکي پېښې دوولسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د لوګر پکتیا په لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او نږدې یوولس کسان نور ټپیان دي.
دغه پېښه تیره ورځ مازیګر ناوخته رامنځته شوې.
په لوګر کې سيمه ييزو طالبانو رسنیو ته ويلي دي چې پېښه له يوه سراچه ډوله موټر سره د کاسټر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
طالبانو ویلي د پېښې ټپیان د درمنلې له پاره روغتون ته وړل شوي.