
د طالبانو ستره محکمه وایي، پکتیکا ولایت کې په غلا یوه تورن کې ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.
سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سړی په ۳۹ درو وهل شوی دی.
په تېرو دوو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۳۸ کسان په درو وهل شوي دي.
طالبانو د شنبې په ورځ په بامیان، میدان وردګو او غور ولایتونو کې ۱۱ تنه د بېلابېلو تورنو په تور په عام محضر کې په درو ووهل.
ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو او د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره سره، طالبانو په «عام محضر» کې د جسمي مجازاتو، په ځانګړې توګه په درو وهلو ته دوام ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ۳۷ کسان سنګسار کړي او د ۱۰۷ ښځو په ګډون یې تر ۶۱۰ ډېر کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.