د ننګرهار ولایت اطلاعاتو کلتور ریاست په جلال اباد کې رسنیو ته سپارښتنه کړې چې خپرونې یې باید د اسلامي شریعت او د دوی د نشراتي پالیسۍ سره سمې وي.
په ننګرهار کې د رسنیو دفتر په خپله ایکس پاڼه لیکي: دغه څرګندونې د اطلاعاتو کلتور امر صدیق الله قریشي په جلال اباد کې له رسنیو د لیدنې پر مهال کړي دي.
قریشي نړیوالې رسنۍ تورنې کړي چې د افغانستان حالت ناسم څرګندوي.
نوموړي همدا رنګه ویلي:« دا د کورنیو رسنیو مسوولیت دی، چې د خپلو خپرونو له لارې حقایق او پرمختګونه خلکو ته ورسوي؛ چې د بهرنیو رسنیو ناسمه څېره څرګنده او خلک ذهني ارامتیا ومومي.»
د طالبانو د بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې په افغانستان کې د خبریالانو بنسټونو بار بار نړیوالو رسنیو ته ویلي چې طالبانو رسنۍ نانسور کړي او اکثره خبریالان د طالبانو له سخت فشار سره مخ دي.