د مس عینک پروژې قراردي شرکت مسوول د طالبانو له سیاسي مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، د مس عینک د کان په لومړی برخه به له پنځو میلیارده ډالرو څخه زیاته پانګونه وکړي.
د طالبانو د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې د مېس عینک کان د لومړني قرارداد شریک رییس سونګ ون بینګ او ورسره مل پلاوي يې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبیدالکبیر سره د دغې پانګې په اړه خبرې اترې کړي دي.
سونک ویلي، د مېس عینک کان په لومړی برخه به له پنځو میلیاردو ډالرو زیاته پانګه وکړي او سیمې ته د غځېدلي سړک له جوړېدو وروسته تمه ده چې راروان کال د اړتیا وړ ماشینونه هم افغانستان ته را وارد کړي.
د هغه په خبره، د دې پروژې په پلي کېدو سره به درې زرو افغانانو ته د کار زمینه برابره او یو شمېر کسان به د مسلکي زدهکړو لپاره چین ته هم ولېږدوي.
د مېس عینک کان د لوګر په شمال خیتځ او د کابل په جنوب کې د دنګو غرونو تر شا پروت دی چې په سیمه او نړۍ کې د مېسو تر ټولو ستر کان پېژندل کېږي.
د ایمسيسي په نوم یو چینايي شرکت د دې کان د استخراج تړون په ۲۰۰۸م کال کې کله چې حامد کرزی د افغانستان ولسمشر و، له افغان حکومت سره کړی و.