خبرونهسیمه

بلوچستان کې د وسله وال برید پرمهال ۸ پاکستاني پوځيان وژل شوي

راپورونه وايي، د بلوچستان ایالت په مستونګ سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر کاروان وسله وال برید شوی دی.

په دغه برید کې د ۸ پوځيانو د وژلو ادعا شوې ده.

د بلوچستان پوسټ په نوم يوې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی چې د پاکستاني پوځيانو پر موټريز کاروان تېره شپه د مستونګ په سیمه کې وسله والو برید کړی دی.

راپور کې ويل شوي چې ګڼ شمېر کې وسله والو کسانو پر پوځي کتار برید کړی او دوه اړخیزه نښته رامنځته شوې ده.

که څه هم د پاکستان پوځ د دغې نښتې د مرګ ژوبلې په تړاو کوم راپور نه دی ورکړی خو په بلوچستان کې فعاله د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د يادې ډلې وياند جنید بلوچ رسنيو سره خبرو کې په دغه برید کې د اتو پاکستاني وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.