د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون د ویاند مرستیالې سبرینا سینګ د اندېښنې په څرګندونو سره ویلي، امریکا په سیمه او افغانستان کې د القاعدې ګواښونه جدي نیسي.
نوموړې په یوه تازه خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د القاعدې فعالیت یو ځل بیا زیات شوی دی وویل: امریکا د دې ګواښونو پر وړاندې له تمې څخه پورته وړتیا لري.
تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جنرال پاټریک رایډر هم د داعش خراسان څانګې او د القاعده د څارنې لپاره د امریکا د وړتیا له لاسه ورکولو په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مک کال څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ويلي و، دوی په افغانستان کې د «ترهګرۍ» پر وړاندې د مبارزې لپاره قوي استخباراتي وړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر نړیوالو رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې د اسامه بن لادن زوی او د القاعدې شبکې اوسنی مشر حمزه بن لادن له خپلې کورنۍ سره په ننګرهار ولایت کې دی او پر لوېدیځ د سيپټيمبر د يولسمې بريد ته ورته د برید پلان لري.