افغانستانخبرونه

طالبان: د کندهار خلک دې په په عام محضر کې د تورنو سزا لیدلو ته ورشي

طالبانو په کندهار کې د بازار خلکو نه غوښتي چې په عام محضر کې د پنځو تورنو کسانو سزا لیدلو له پاره دې ورشي.

رسنیو په دغه ولایت کې د طالبانو د استیناف محکمې په حواله پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نن پنځو کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکول کېږي.

په دغه خبر پاڼه کې راغلي، چې پنځه کسان چې د غلا او “زنا” په تور تورن دي، د کندهار ښار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کې په عام محضر کې سزا ورکول کېږي.

دوی د کندهار ښار له اوسېدونکو څخه غوښتنه کړې، چې د احمدشاهي فوټبال لوبغالي ته ورشي او یادو پنځو کسانو ته سزا ورکول له نږدې وګوري.