خبرونهسیمه

د پښتون ژغورنې غورځنګ د خيبر جرګې د لومړنيو شهيدانو انځورونه خپاره کړل

تېره شپه (د اکتوبر پر ۸مه) په پېښور کې د خیبر جرګې پر پنډغالي د پاکستاني وسلوالو ځواکونو د بريد له امله تر دې دمه د پښتون ژغورنې غورځنګ درې تنه غړي په شهادت رسېدلي او لسګونه نور ټپيان دي.

سيمه اوس هم د پاکستاني ځواکونو په ولکه کې ده خو پښتانه ځوانان لا هم ډله ډله د جرګې سيمې ته راټولېږي. پاکستاني ځواکونو تېره شپه وروسته له هغې پر پنډغالي وسلوال بريد وکړ چې د پېښور روغتونونو ته ایالتي حکومت د بيړني حالت لپاره د چمتووالي امر وکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتين وار له مخه په خپلو ټولنيزو رسنيو کې د احتمالي بريد خبرداری ورکړی و او خیبر پښتونخوا پر ایالتي حکومت او قامپاله ګوندونو يې غږ وکړ چې د پښتنو د وينې تويېدنې او قتل عام مخنيوی وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په سوله‌ييزه توګه هڅه کوي چې د خبرو اترو او جرګو له لارې د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر کې د پښتنو لويه جرګه جوړه کړي او پښتنو د حقونو او ستونزو د حل لپاره مهمې تاريخي پرېکړي وکړي، خو د پاکستان حکومت د دغه سوله‌ييز حرکت پر هر راز فعاليت بنديز اعلان کړی چې د سياسي ګوندونو له غبرګون سره مخ شوی.

د اکتوبر پر ۸مه په سيمه ييز وخت نږدې نيمه شپه د پاکستان وسلوالو ځواکونو پر پنډغالي يرغل وکړ او د ډزو په زور يې هلته راټول شوي پښتانه وپاشل.

د عيني شاهدانو په وينا د جرګې سيمه تر سهار ناوخته د پوځ په ولکه کې وه او د ټپيانو پورته کولو ته يې څوک نه پرېښودل.

نن د پښتون ژغورنې غورځنګ خبر ورکړ چې د وسلوالو ځواکونو په ډزو کې تر دې دمه د جرګې درې تنه سمبالوونکي شهيدان او لسګونه نور ټپيان دي چې د ځينو ټپيانو حالت نازک ښودل شوی. منظور احمد پښتين ګوتڅنډنه کړې چې په هر صورت به جرګه خامخا کوي او د پاکستان رياست ته به پښتانه خپلې سرې کرښې معلومې کړي.

د پاکستان د رياست دغه کړنه د بښنې نړیوال سازمان غندلې او پر پاکستان يې غږ کړی چې خپل تشدد پای ته ورسوي. نورو سياسي او قامي ګوندونو هم د پاکستان د حکومت دغه بريد غندلی او دغه پېښه يې دويمه بابړه ياده کړې ده.

د بابړې پېښې ته د پښتنو قتل عام ويل کېږي. د پاکستان له جوړېدو يو کال وروسته د اګسټ پر ۱۲مه، د خدايي خدمتګارو تحريک د خپلو حقوقو غوښتلو لپاره د چارسدې په بابړه کې يو سوله‌ييز لاريون کاوه، چې د پاکستاني پوځ له خوا پرې له يوې مخې د مرميو باران وشو او شاوخوا ۷۰۰ تنه پښتانه پکې په خپلو وينو ولمبېدل.