د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې روان کال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو (د ماشومانو ګوزڼ) ناروغۍ ۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه سازمان یوه تازه راپور کې راغلي، ۲۲ پېښې په افغانستان او ۲۸ نورې پېښې په پاکستان کې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان څرګنده کړې چې د تېر کال په پرتله د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
د راپور لهمخې، په ۲۰۲۳م کال کې یوازې شپږ پېښې په افغانستان او شپږ نورې په پاکستان کې ثبت شوې وې.
دغه سازمان همداراز زیاته کړې چې یوازې روانه اوونۍ په پاکستان کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دا پېښې په سِند ایالت او خیبرپښتونخوا کې ثبت شوې دي.
د پاکستان روغتیايي چارواکو ویلي چې د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د پولیو ویروس په افغانستان او پاکستان کې لا هم له ماشومانو قرباني اخلي.