عجایب
يو ترکيي پيلوټ په الوتکه کې د سفر پرمهال مړ شوی
راپورونه وايي، يو ترکي پلوټ چې له امریکا څخه ترکیې ته په سفر روان و، د پرواز پرمهال مړ شوی دی.
د ترکیې د هوايي شرک(ت ترکش ایرلاینز) اعلان کړی، چې د دغه شرکت یو پیلوټ د امریکا له سیاتل څخه د ترکیې استانبول ته د الوتنې پر مهال مړ شوی او الوتکې په نیویارک کې بیړنۍ ناسته کړې ده.
دغه ۵۹ کلن پیلوټ له ۲۰۰۷ ز. کال راپدېخوا د ترکش ایرلاینز لپاره کار کاوه او له هغه وخته تر مړینې پورې یې کومه روغتیايي ستونزه نه وه ثبت شوې.