افغانستانخبرونه

جرمني غواړي د مجرمانو یوه بله ډله افغانستان ته واستوي

د جرمني حکومت غواړي چې د افغان طبعه مجرمانو یوه بله ډله له خپل هیواد افغانستان ته واستوي.

ددغه هیواد لومړي وزیر اولاف شولڅ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې له نړیوالو شریکانو سره په دې اړه خبرې کوي او هیله من دی چې محکمې دا چاره شونې کړي.

د ښاغلي شولڅ په وینا، «دا مهمه ده چې مجرمان ځانونه خوندي ونه انګیري. همدا لامل دی چې ما د دې واقعیت لپاره ډېرې هڅې کړې چې موږ مجرمان افغانسان ته بېرته واستوو.

د جرمني صدراعظم د چړو بریدونو په تړاو چې په دې وروستیو کې یې پېښې ډېرې شوې، وویل، څوک چې د بېلابېلو جرمونو مرتکب کیږي، یا وژنې یې کړې او د جرمونو له امله څو ځله محکوم شوي، هغوی په جرمني کې خپل خوندیتوب له لاسه ور کړی او باید ټولنه ترې خوندي شي.

هیره دې نه وي چې د لومړي ځل لپاره د اګست میاشت په وروستیو کې ۲۸ افغانان په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته واستول.