لوبې
افغان ابدالیانو په دویمه تمریناتي شل اوریزه لوبه کې عمان ته ماتې ورکړه
افغان ابدالیان لوبډلې د دوه تمریناتي شل اوریزو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې کوربه عمان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې په دغه لوبه کې د محمد غضنفر، کریم جنت، او فریدون داودزي د غوره توپ اچونې په مرسته له خپلو ۱۹۰ منډو دفاع وکړه او د ۶ منډو په توپیر یې بریا خپله کړه.
د عمان پر وړاندې د دې دوه تمریناتي شل اوریزو سیالیو وروسته به افغان لوبډله د کوربه عمان او هانګ کانګ لوبډلو پر وړاندې په یوه درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون وکړي.
د یادو سیالیو د مهالوېش له مخې به افغان ابدالیان په خپله لومړۍ لوبه کې چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ په ترسره شي د هانګ کانګ پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.