پولیسو د اکتوبر پر ۱۰مه د ثناء اعجاز د نیولو په موخه په پېښور کې د هغې پر کور هجوم وروړی، د کور وسایل یې ګډوډ کړي او د کورنۍ غړي یې تهدید کړي دي.
ثناء اعجاز پر خپل فیسبوک د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې له ریاست وار و پار خطا دی او نه پوهېږي چې څه وکړي؟
شاوخوا دوه کاله وړاندې د بشري حقونو فعاله او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې پخوانۍ غړې ثناء اعجاز د پاکستاني ترهګرو د تهدیدونو له امله جلاوطنه شوه چې تر اوسه بیرته پښتونخوا ته نه ده ستنه شوې.
ثناء اعجاز لیکلي چې د کور غړو یې پولیسو ته ویلي چې هغې ۲ کاله وړاندې وطن پرېښی دی خو پولیسو خپلې تلاشۍ ته له دوام سره ګواښ کاوه که په کور کې یې پيدا کړه نو بیا د کور د نورو غړو خیر هم نشته.
د نوموړې په وینا پولیسو د عملیاتو پر مهال د عکسونو او د سيسيټيوي کامرو د فوټیج شدیداً مخنیوی کړی او ګاونډیان یې هم ګواښلي.
ثناء اعجاز چې له دوو کلونو راهیسې په برتانیه کې اوسېږې وايي چې پاکستاني ځواکونو دومره وارخطا دي چې ممکن د پيټيایم د غړو قبرونه هم تلاشي کړي خو د دوی دا وارخطايي به د خیبر د جرګې مخنیوی ونکړی شي او دا جرګه به خامخا ترسره کېږي.
د خیبر د قامي عدالت د مخنیوي په موخه پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په نیولو پسې کور په کور تلاشۍ په لړ کې د پښتونخوا له بېلابېلو سیمو او پاکستان کې د دغه غورځنګ شاوخوا ۴۰۰ غړي نیولي دي.