د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
کابل ټلیګراف ته په لاس ورغلي معلومات څرګندوي چې د یوه سراچه ډوله او ویټز ډوله د ټکر له امله دا پېښه رامنځته شوېده.
دغه ټرافیکي پېښه د چلوونکو د بېاحتیاطۍ له کبله شوې ده.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بېاحتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.