افغانستانخبرونه

ضیاءالحق امرخیل: په خیبر کې د جرګې ګډنوال له ټولو ګواښونو سره ولاړ پاتې شول او میړانه یې وښوده.

د افغانستان پخواني جمهوري نظام د ولسمشر سلاکار او د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخیل په خیبر کې د پښتنو عدالت/جرګې ته د صنوبر کاکا جي له بیت سره لیکلي چې پښتنو د پاکستانی ریاست اړ کړ چې جرګې ته غاړه کیدي.

نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «ټولې نړۍ په رڼو سترګو د مرحوم صنوبر کاکاجي د دې بیت عملي منظر ولیده: “چې کوم ځای کې د زمرو،  نوکې رژیږي

عاشقان هلته په څوکو د بڼو ځي».

 ښاغلي امرخیل زیاته کړې:«امن پسنده، خو له امنه محروم کړای شوي قام، هر ډول خطر ته سینه سپر کړه او د جرګې میدان ته حاضر شول.دا په خپل ذات کې له تصوره پورته بدلون او بریا ده. دا ښيي چې پښتون قام کولای شي په یوه اتحاد د قصابانو چړې ماتې کړي او خپل موجوده او راتلوونکي نسل ته پر امنه ژوند برابر کړي»

د پښتون ژوغورنې غورځنګ لخوا په خیبر کې د پښتنو د جرګې له پاره تیارانې روانې وې چې پاکستاني ریاست پرې بار بار بریدونه وکړل، چې په دغه بریدونو کې نږدې څلور کسان وژل شوي پنځلس نور ټپیان دي شوي دي.

یاده دې وي چې نن د جرګې لومړۍ ورځ ده او خیبر ددغه جرګې کوربه دی، په پام کې ده چې جرګه کې به د پښتنو د مسایلو او وسایلو په اړه بحثونه وشي او د حل له پاره به یې ورستۍ پرېکړه وشي.