د افغانستان پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح وایي، د خیبر جرګې د پښتو په اړه ناسم ذهنیتونه رد کړل او د پښتنو یوه رېښتینې او مثبته څېره یې نړۍ ته وړاندې کړه.
امرالله صالح دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړي دي.
هغه لیکلي چې د پښتنو په اړه غلطې خبرې چې هغوی وروسته پاتې او ښځو ضد دي یوه توطئه وه د پښتون ژغورنې غورځنګ په عمل کې دا غلطې خبرې رد کړې او پښتنو اصلي څېره او حیثیت یې نن نړۍ ته څرګند کړو.
هغه لیکلي: «د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولو قومونو ته دا پيغام ورکوي چې د طالبانو له تسلطه ځانونه خلاص کړئ او خپلو ښځو ته انسانې کرامت، عزت او حقوق بېرته اعاده کړئ او خپل حقونه وغواړئ. موږ ستاسو ملاتړ کوو.»
ده دغه راز لیکلي، منظور پښتین په لویه جرګه کې هغه خولۍ پر سر او څادر پر اوږو کړی و چې په عمومي توګه د شمال ختیځ افغانستان له خلکو سره تړاو لري.
د ده په خبرهدا کار د قومونو تر منځ د یووالي او همغږۍ یو مهم سمبول و.