د پي ټي ای ګوند ويلي چې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان د راخوشې کولو او “د قضائیه قوې د خپلواکۍ” لپاره به د اکتوبر په ۱۵ مه د اسلام اباد په ډي چوک يا جمهوريت څلورلارې کې احتجاجي مظاهره کوي.
د پي ټي ای ګوند ويلي چې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان د راخوشې کولو او “د قضائیه قوې د خپلواکۍ” لپاره به د اکتوبر په ۱۵ مه د اسلام اباد په ډي چوک يا جمهوريت څلورلارې کې احتجاجي مظاهره کوي.
پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) د اکتوبر پر ۱۵ (تله ۲۴) د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې پر لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی دی.
دغه ګوند د اکتوبر پر ۱۱(تله ۲۰) په يو بيان کې ويلي چې د خپل زنداني رهبر او د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان د راخوشې کولو او “د قضائیه قوې د خپلواکۍ” لپاره به د اسلام اباد په ډي چوک يا جمهوريت څلورلارې کې احتجاجي مظاهره کوي.
ډي چوک د اسلام اباد حساسه سيمه ده چې د پاکستان د پارلمان او د سترې محکمې ودانۍ هم هلته موقعيت لري.