د امریکا متحده ایالاتو په عربي متحده اماراتو د توغندیو وارولو څو سیسټیمونو لپاره د مهماتو پلور منظوریدو اعلان وکړ چې ټول ټال ۱.۲ میلیارده ډالر ارزښت لري خو زیاتوي چې د وسلو د وروستي پلور یا نه پلور پریکړه به کانګرس کوي
د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې معاملې کې به په عربي متحده اماراتو د GMLRS توغندي او ATACMS مزائیل وپلورل شي او دا چې پدې وسلو به د یو “مهم سیمه ایز شریکبان” امنیتي چارو په بهتره کولو کې مرسته وشي او د متحده ایالاتو بهرنۍ پالیسي او د ملي ګټو اهدافو سره به مرسته وکړي.
د امریکا د دې ادارې په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د دې مهماتو په پلور سره به متحده عربي امارات وکړی شي خپل وسله وال ځواکونه عصري کړي تر څو د روانو او په آینده کې د ګواښونو چاره وکړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په عربي متحده اماراتو د دې وسلو پلور منظور کړی او د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې د جمعې په ورځ کانګرس ته احوال ورکړ.
د وسلو د وروستي پلور یا نه پلور پریکړه به کانګرس کوي.